دغوایی اووم : انقلاب، کودتا ، پاڅون ؟
                                                                                             میم -  محشور میم - محشور

دهیواد تیرو ۳۲ کلنو خونړی پیښی او سیاسی او ټو لنیز بدلونونه مونږ د ۱۳۵۷ کال دثور له پیښو نه بیلوی، د د غو کلونو په اوږدو کی د دغی پیښی په هکله ډیری زیاتی خبری او ارزونی, ویلی او لیکل شوی دی . که مونږدیوه بی پری او رښتینی ارزونکی په توګه د غوایی داوومی په هکله څه ووایو هغه به داسی وی :

               دغوایی داوومی په پیښه کی یو ضعیف ، دلیری هدفونو (اهداف دورنمایی) نه لرونکی یو دولت دیوی ډ لی پوځیانو دحفیظ الله امین  سیاسی جوارګر (قمار باز سیاسی )  په لار ښوونه له پښو نه وغورځول شو. د دغه پرزول شوی دولت په ترکیب کی د ټولنی د اقتصادی او ټولنیز بیرته پاتیوالی سره سم ، غیر مسلکی ،   بی تدبیره  ،احساساتی ، متعصب ، دټولنی  او دهیواد دکوررنیو او بهرنیو  شرایطو او پیښونه بی خبر و کسانو په ډیرو لوړو مقامونو کی ناست وو چی دهمدغو کسانو شته والی نه یواځی د غوایی دپاڅون انګیزه او محرک وګرځید، ان چی دهغه دبریالیتوب سبب هم شو .

سردار محمد داوود خان خپله یو هیواد پال ، پاک نفس ،جدی او خاین دښمن سړی وو . خو دسیاست او اداری په ډګر کی علمی او مسلکی زده کړی  او پوهی نه لرل او دسرداری او باداری روحیی په لرلو سره یی ونشوکړای چی دوخت او زمان د غوښتنو سره سم یوه اداره را منځ ته او لار ښوونه یی وکړی .

       د د اوود خان درژیم دنسکوریدو نښی نښانی   ان د ۱۳۵۶ په پسرلی کی هغه وخت راښکاره شوی چه ده پخوانی شوروی اتحاد ته  دجنجال نه ډک رسمی سفر وکړ ، او دهغه په ترڅ کی یی،دبرژنف سره دلیدلوپه وخت کی یوه احساساتی ، قهر جن ،غیر دپلوماتیک او عاقبت نه سنجونکی چلند یی له ځانه وښود او دسپین خرس چه دهغه وخت د دوو زبر ځواکانو نه یوز بر ځوا ک وو , د خیال ساتلو نه پرته ، په کور کی د ننه  او بهر,  لمسونکی سیاستونه ولوبول چی داټول دهغه دراپرزیدلو لاملونه جوړکړی وو.

  د موضوع د ښه پوها وی لپاره ښایی چه دهغه وخت( ۷-۱۳۵۶)سیاسی معا د لی په سمه  توګه وارزوو.

        لومړی واکمنه  ډله :  دهغه دقیق او دنږدی پیژند ګلوی په رڼا کی چه ما له اروا ښاد داوود خان سره لرل, (د۱۳۵۲ دکودتا نه مخکی د اروا ښاد حیدر عدالت په  رویداری ما په منظم ډول له هغه سره لیدل چی دا یو بیل بحث ده چه په راتلونکی وختونو کی به یی ولیکم ))دهغه پر هیواد پالنی ، پاک نفسی ، او د خلکو او هیواد په وړاندی دهغه نیک احساس باندی هیڅوک شک نشی کولی ، مګر که دغه صفتونه له پوهی,  ژوور هوښیاری او لیری لید سره یو ځای نه وی په زړه پوری نتیجی به ونه لری .    نو ځکه د د اوود خان په هکله باید وویل شی چه هغه بر سیره پر دی چی د اکادمیک او علمی پوهی نه برخمن نه وو ، داسی اشخاصو باندی تکیه کړی وه ، کوم چه نه یواځی دتجربی او پوهی خاوندان نه وو بلکی له هیواد او خلکو سره یی مینه هم نه وه ، او دمسلکی ، علمی او تجربی اړخه هم نیمګړتیاوی درلودی  .

        سیاسی کارپوهانوته جوته ده ، کله چی د یو هیواد چاری د یوه سیاسی ګوند له خوا چه روښانه کړنلاره ولری او دخلکو له خوا انتخاب شوی  وی ، سرته ونه رسیږی، نو هلته پروسله والو ځواکونو  او استخباراتی ادارو باندی ډیره اتکا کیږی . د محمد  داوود په  رژیم کی دملی دفاع حیاتی وزارت چاری یو ملا ډوله متقا عد افسر لکه حیدر رسولی غوندی سړی ته سپارل  شوی وو چی د دغی دندی نه مخکی یی  (( چله نشینی ))کوله له ملنګانو او ملایانو سره یی ناسته ولاړه او تګ راتګ درلود ا و دعلم او پوهی نه، نه یواځی چی بی برخه وو، ان چه دهغو نه یی کرکه هم لرله  ،نوموړی د دغوځانګړتیاوو په څنګ کی ډیر متعصب او دعلم او تنور سره یی هم دښمنی وه . نو ځکه د ۱۳۵۷ کال د غوایی پر اوومه کله چی دکودتا نه خبر شو ،د دی پر ځای چی د دولتی قوتونو قومانده په لاس کی ونیسی او هغه سوق او اداره کړی ، دکاوبایی فلمونو دلوبغاړو په څیردموټر دفرمان شاته کیناست او دیخوا ا خوایی په ځغاسته او مڼډی لاس پوری کړ تر هاغه چی موټر یی تصادم وکړ او دهماغی ورځی په ماښام په چاردهی کی په داسی حال کی چی په یوه مرغانچه کی پټ وو, ونیول شو .

        بل مهم وزارت یانی دکورنیو چارو وزارت، یو ځوان بی تجربه پولیس ، قدیر نورستانی ته سپارل شوی وو . دی  پرته دتاکسی چلونکو او لاس پلورونکو نه له ټولنی او خلکو سره پیژند ګلوی نه لرله . تر ټولو نه په زړه پوری خبره داده چی کله دی, په دغه ورځ ټپی شوی وو او روغتون ته لیږدول کیده نو په پرله پسی توګه یی هیله کوله چی ((زما احوال یو ځلی امین صاحب ته ورسوئ))، چی دغه کارد ده په نسبت, نور شکونه او ګمانونه راپاروی .

 همداسی دواصفی نه نیولی تر ،،فایق،، او،، محتا ط،،او نورو په څیرد ماهرو !؟ او عالمو !؟ کدرونو درلودل ،په بهرکی سپین خرس تحریکول  او په کورکی دوه چمتو دښمنان درلودل (ښی اوکیڼ )، دحاکم رژیم راتلونکی روښان وو .

اوس باید په مورچل کی ناست ، ښئ او کیڼ دښمنان وپیژنو .

      دښئ لاس ګروپ : دډیمو کراسی په لسیزه کی د دربار په پلوی او تحریک دغه ډ له منځته راغئ. دغی ډلی وکولای  شول چی دپنځوسمی لسیزی په نیمایی کی ،خپل  استازی  چی نه یواځی په ملی سطحه چی ان په نړیواله سطح یی شهرت درلود قدرت ته ورسوی . دغه سړی چی موسی شفیق نومیده د داوود خان له کودتا سره له قدرت نه لیری شو ، چی داکار د ښئ لاسو محافلو غوسه وپاروله .

که څه هم دغو محافلو د داوود خان درژیم دراپرزولو قدرت نه درلودل ، سره له هغی څو ځلی دکود تا هڅه یی وکړله ، چی بریالی نه شول.

کیڼ اړخ ګروپونه : دوی سره له دی چی دخپل اصول او مرام له مخی دکودتا مخا لف وو ، خو څرنګه چی په عمل کی ولیدل شو ، د دوی په منځ کی داسی کسان نفوذکړی وو چی داصول او مرام خیال نه ساتل او پخپل سر او ماجراغوښتونکی توګه دغه اصول تر پښو لاندی کړل . په دغه کتار کی  دخلق ، پرچم او شعله جاوید نومونه یادولی شو )( باید وویل شی چی دغه نومونه نه یواځی د د دغو ګروپونو او ګوندونو اصلی او رسمی نومونه نه وو ان چی دغه نومونه د هغوی د نشراتی اورګانونو نومونه وو .د بیلګی په توګه خلقیان چی نوم یی دخلق دجریدی نه اخستل شوی وو دغه جریده دوی باندی اړه نه لرله ځکه چی د دغی جریدی مسوول مدیر بارق شفیعی و او هغه پرچمی و نه خلقی .او دپرچم دجریدی د امتیاز خاوند سلیمان لایق او مسوول چلونکی یی اروا ښاد میر اکبر خیبر و ، همدارنګه دشعله جاوید مسوول چلونکی داکتر هادی محمودی و. نو دوی پخپله هیڅکله پرچمی ,  خلقی یا شعله یی نومونه نه بلکه لومړیو دوو ډلوځانونه دافغانستان دخلک دیموکراتیک ګوند او دریمی ډلی ځان ، ډیموکراتیک نوین بلل((     .

     د۱۳۵۷ کال دپیل د پیښو نه ، درژیم عجولانه کړه وړه او دحفیظ الله امین فرصت طلبانه عمل نه لیږ او ډیر ټول افغانان خبر دی چی دهغه په نتیجه کی داوود خان وپرزید او  په ښکاره ( ظاهرا) د ا . خ. د. ګ او په اصل کی دامین په لاس کی متمرکز شو .ولی دلته یو ټکی د ویلو وړ ده او هغه دا چی دپرچم د جناح, نظامی او ملکی مشرتابه او دخلق دجناح مشرتابه (پرته دامین او دهغه دګروپ نه ) د غوایی داوومی ورځی د اقدام نه هیڅ خبر نه وو.دا چی وروسته دغه پیښه دثور انقلاب ،د ثور ستر انقلاب ،او د۸ ۱۳۵مرغومی دشپږم نه پس دثور انقلاب دوهمه او تکاملی مرحلی په نامه ونومول شو، یوه فرصت طلبانه او قدرت خوښونکی عمل وو.

لنډه داچی دغوایی انقلاب یا کود تا یا پاڅون,  نه د ا.خ. د.ګ ،نه دشوروی اتحاد له خوا(هسی چی ځنی کسان او محافل وایی  ) بلکی دیو ماجرا خوښونکی ټیم له خوا ،  د یوسیاسی جوارګر  په لار ښوونه سرته ورسید ،او هر څوک دخپلو ګټو په پام کی نیولو سره دغه میدان ته ور ودانګل .

      ویل کیږی چی دکود تا دورځی ماسپښین کله چی کود تاکوونکو غوښتل چی د ا. خ. د . ګ مشران , د توقیف نه راوباسی ، نور محمد تره کی په داسی حال کی چه نه یی غوښتل  دتوقیف نه ووځی ټولو ته ویل چی :  (( چاند ماری ته مو بیایی !)) ، مګر کله چه دقدرت پر ګډی کښیناست ، دغی پیښی ته دټولو اصولو او موازینو پر خلاف ،(( انقلاب ، ستر انقلاب ، شاته نه ګرځیدونکی انقلاب ، ان داکتوبر انقلاب سره برابر انقلاب )) القاب ورکړل .    

     لنډه دا چی د  ۱۳۵۷ دغوایی داوومی نیټی پیښه د حفیظالله امین په ابتکار او  تهور سرته ورسید او الحق چی دهغه حق وو . دا چی خلک د ا. خ .د. ګ د دغی پیښی د عواقبو مسوول ګڼی هم حق لری ، ځکه که دغه اقدام دګوند داصولو او موازینو سره اړخ نه لګاوه ، نو ولی په جدی توګه ورسره مخالفت ونه شو ؟او ان 15کاله په همدغه نامه د دولت چاری دګوند د بیلو بیلو کسانو له خوا سرته رسیدل .

     په پای کی باید وویل  شی چی که د دغی پیښی نه په درسته توګه دخلکو او هیواد په ګټه ، ګټه اخستل کیده ، پایلی به یی په زړه پوری تمامیدله ، خو له بده مرغه هم داخلی او هم بهرنی   شرایط دغی موخی ته درسیدلو لپاره مساعد نه وو .  په داخلی برخه کی ولونتاریستی او افراطی کړه وړه او په بهرکی دګاوڼدیانو په تیره بیا دامریکی د متحده ایالتونو، چین ، سعودی عربستان اود نورو لویدیز وهیوادونوپه ملاتړ ،دایران او پاکستان لاس وهنی  داسی شرایط را منځته کړل چی نه یواځی  یی دنیک مرغیو لاره بنده کړه بلکی هیواد یی ویجاړ او خلک یی دبد مرغیو کندی ته وغورځول.

    وروستی نتیجه داده چی افغانان باید د دغو پیښو نه عبرت واخلی او دځان ځا نی او دښمنیو نه تیر شی او  په ګډه اویو لاس د موجودو شرایطو نه دهیواد دبیا جوړونی او دخلکو دسوکاله کولوپه لاره کی ګټه واخلی .

                                                                                                      ,, پای ,,     


April 26th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات